د تورخم ګمرک کارکونکو کاري اعتصاب پیل کړی

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي چې د تورخم د ترانزیټي لارې بندېدل هره ورځ افغان سوداګرو ته میلیونه ډالره زیان اړوي.

د دې خونې مرستیال خان جان الکوزي نن ازادي راډيو ته وویل چې د تورخم ګمرګ کارکونکو له تېرو څلورو ورځو راپه دېخوا کاري اعتصاب کړی چې له امله يې د دې بندر له لارې صادارت او واردات بند شوي دي.

هغه وايي چې د غه کسانو د ناامنۍ او ګواښونو د زیاتېدو په غبرګون کې کاري اعتصاب کړی دی.

ښاغلی الکوزی وايي چې هره ورځ د تورخم بندر له لارې نږدې پنځلس سوه په سوداګریزو مالونو بار موټرې تګ راتګ کوي.

نوموړی له حکومته غوښتنه کوي چې ژر ترژره دې د تورخم ګمرک د کارکونکو غوښتنو ته رسېدنه وکړي ترڅو یاده ستونزه حل شي.