روحاني: د تیلو صنعت ته د ګواښ په صورت کې به ځوابي اقدام وکړو

د ایران ولسمشر حسن روحاني

د ایران ولسمشر حسن روحاني د اتریش مرکز ویانا ته د سفر پر مهال ټینګار کړی چې هېواد به یې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې لاسلیک شوي اټمي تړون ته تر هغې ژمن پاتې شي، څو چې د دې تړون د نورو غړېو هېوادونو له‎خوا د ایران ګټې یقینې پاتې وي.

ښاغلي روحاني پرون له خپل اتريشي سیال الکساندر فن در بلن سره تر لیدنې وروسته وویل، د ایران او د نړۍ د شپږو پیاوړو هېوادونو ترمنځ له شوې اټمې موافقې څخه د امریکا وتل غیرې قانوني او د هېڅ هېواد په ګټه نه‎دي.

نوموړي همدارنګه خبرداری ورکړ چې د ایران د تیلو صنعت ته د ګواښ په صورت کې به ځوابي اقدام وکړي.