امریکايي او پاکستاني چارواکي پر افغان سوله غږېدلي

د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو مرستیال وزیرې الیس ویلز له پاکستاني چارواکو سره د افغان سولې د ټینګښت په اړه خبرې کړي دي.

د اسوشېټېډ پریس خبري اژانس رپوټ ورکړی چې مېرمن ویلز پرون د پاکستان د پوځ له لوی درستیز قمر جاوید باجوه سره پر دې خبرې کړي چې څنګه په افغانستان کې تر موقتي اوربند وروسته سوله ټينګه شي.

طالبانو او افغان حکومت د اختر په دریو ورځو کې په اولسو کلونو کې د لومړي ځل لپاره موقتي دوه اړخیز اوربند وکړ چې ویل کېږي پاکستان پکې اساسي رول لوبولی دی.

خو د اختر تر دریو ورځو وروسته طالبانو د افغان حکومت د اوربند وړاندیز رد کړ او یو ځل بیا یې خپل بریدونه پيل کړل.

افغان ولسمشر اشرف غني هم د شنبې په ورځ پر طالبانو د حکومت د یو اړخیز اتلس ورځني اوربند پای اعلان کړ او ويې ویل چې افغان پوځیان دې خپل عملیات له سره پیل کړي.