IOM: روان کال د جنورۍ له لومړۍ درې لکه ۶۰ زره کډوال راستانه شوي

د کډوالو نړیوال سازمان IOM وايي، د روان کال د جنورۍ د میاشتې له لومړۍ نېټې تر اوسه پورې افغانستان ته د بېرته ستنو شویو کډوالو شمېر درې سوه ۶۰ زرو کسانو ته رسېدلی دی.

دې ادارې پرون سې شنبه په یوې خپرې کړې خبرپاڼې کې ویلي، ددې کډوالو زیات شمېر یې په اجباري ډول له ایرانه ایستل شوي دي.

د کډوالو نړیوال سازمان په تېرو شپږو میاشتو کې له پاکستانه افغانستان ته د ستنو شویو کډوالو شمېر ۱۷ زره کسان یاد کړی چې د IOM د راپور په بنسټ، ټول یې بې اسنادو کډوال وو.

اټکل کېږي چې دا مهال تر دوو میليونو زیات افغانان په پاکستان کې ژوند کوي چې تر یو میليون زیات یې په دې هېواد کې د قانوني کډوالو په توګه ثبت شوي دي.

پاکستان تېره اوونۍ په دې هېواد کې د درې نورو میاشتو لپاره د افغان کډوالو اوسېدل تمدید کړل.

په ایران کې هم له یو نیم میليون زیات افغان کډوال ژوند کوي.