د ایران او د نړۍ د پنځو سترو قدرتونو د بهرنیو چارو وزیران سره ګوري

د ایران او د نړۍ د پنځو سترو قدرتونو چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې یې اټمي موافقه لاسلیک کړې وه، د بهرنیو چارو وزیران د جمعې په ورځ په ویانا کې سره ګوري.

هغوی به پر دې بحث کوي چې له دې موافقې د امریکا د متحدو ایالاتو تر وتلو وروسته، څرنګه دا پرمختګ خوندي ساتلائ شي.

د بریتانيا، چین، فرانسې، جرمني او روسیې د بهرنیو چارو وزیران به د اتریش په پلازمېنه ویانا کې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره وګوري او پر هغو وړاندیزونو چې اروپايي اتحادیې د موافقې د خوندي ساتلو لپاره کړي، خبرې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ایران ولسشمر او د بهرنیو چارو وزیر په سویس کې دي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني نن سې شنبه د سویس په برن ښار کې د ابتکار او صنعت فورم په نوم غونډه کې وویل:

"ایران له نړیوالو سره د عدالت، قانون، سولې او ثبات پر بنا روابط غواړي."

ایرانی پلاوی به نن ویانا ته ولاړ شي.