دفاع وزارت د نظام الدین قیصاري نیول تائید کړل

د افغانستان د ملي دفاع وزارت تائید کړه چې د فاریاب، د قیصار ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ سرپرست ، نظام الدین قیصاري نیول شوی دی.

نظام الدین قیصاري د افغانستان د ولسمشر د لومړي مرستیال، عبدالرشید دوستم له پېژندل شوو قوماندانانو وو.

د ملي دفاع وزارت ویاند، جنرال محمد رادمنش، نن ازادي راډیو ته وویل چې نظام الدین قیصاري د هغو تورونو د سپیانوي لپاره چې پرې لګېدلي، کابل ته لېږدول شوی دی.

د نظام الدین قیصاري له لوري په دې اړه کوم بیان نه دی خپور شوی.