عبدالله: حکومت خبرو ته چمتو دی، خو طالبانو ته د امن سيمې نه‌مني

د افغانستان اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله وايي، حکومت له طالبانو سره د سولې خبرو ته چمتو دی، خو هغوی ته د امن سيمو برابرول نه‌مني.

ښاغلي عبدالله نن دوشنبه په کابل کې د وزيرانو شورا په غونډه کې وويل چې د اختر په لومړيو درېيو ورځو کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د اوربند پر مهال ورته ځيني وړانديزونه ورغلي وو.

نوموړي وویل:

"د امن سيمو برابرولو وړانديز له يوې خوا وړاندې شوی و، خو دا نظر د افغانستان د خلکو د غوښتنو سره هېڅ اړخ نه‌لګوي، زموږ د حکومت نظر هم دا دی چې ټول افغانستان د هغو خلکو لپاره د امن سيمه ده چې غواړي په سوله او ارام کې ژوند وکړي."

تر دې مخکې افغان ولسمشر محمد اشرف غني ويلي وو چې له طالبانو سره په هر ځای او هر وخت کې خبرو ته حاضر دی، خو طالبانو د هغه د وړانديز په ځواب کې د جګړې د دوام خبره کړې ده.