ولسمشر غني: ننګرهار باید په یوه صنعتي ولایت بدل شي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، ننګرهار باید په یوه صنعتي ولایت بدل شي.

ښاغلي غني دا خبره تېره ورځ د جلال‌اباد په شاهي ماڼۍ کې د ننګرهار ولایت یو شمېر صنعتکارانو او سوداګرو سره په کتنه کې کړې.

ښاغلي غني د تولیدي اقتصاد اهمیت ته په اشارې سره د صنعتکارانو او سوداګرو هلې ځلې وستایلې او ورته‌یې وویل چې په ځینو برخو کې حکومت او په ځینو نورو کې ستونزه په تاسو کې ده.

ولسمشر دغه‌شان وویل، که سمه پانګونه وشي، حکومت حاضر دی چې د لنډمهال او منځ‌مهال لپاره د کانونو تړونونه تاسې ته درکړي، خو په وینا یې چې ننګرهار باید صنعتي شي.