ولز د افغان جګړې په سوله‎ییزې پای ته رسېدو ټینګار کړی

د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیره الېس ولز

د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیرې الېس ولز د افغانستان په مشرۍ د سولې له پروسې د خپل هېواد په ملاتړ او د افغان جګړې په سوله‎ییزې پای ته رسېدو ټینګار کړی دی.

هغې پرون له افغان لوړپوړو امنیتي او ملکي چارواکو سره په لیدنه کې دا مسایل یاد کړي دي.

په کابل کې د امریکا سفارت د مېرمن ولز د لیدنو په اړه یو بیان خپور کړی او ویلي یې دي چې هغې د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار حنیف اتمر، د بهرنیو چارو وزیر صلاح‌الدین رباني او د سولې شورا له رئیس کریم خلیلي سره لیدلي دي.

اخوا د افغانستان د ملي امنیت شورا په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر د جنوبي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو له مرستیال وزیرې الېس ولز سره په لیدنه کې په سیمه‎ییزو همکاریو او د افغان حکومت د سولې په پروګرام خبرې وکړې.

دواړو لورو په بروکسل کې د ناټو د غونډې د چمتووالي په اړه خبرې کړې دي.