د وینې مرکزي بانک: په کال کې یو لک او۹۰زره «سي سي» وینې ته اړتیا لرو

د افغانستان د وینې مرکزي بانک د یکشنبې په ورځ د وینې د ورکړې نړیواله ورځ ولمانځله او له خلکو یې هیله وکړه چې ویني ته د خپل اړو هېوادوالو د ژوند د ژغورنې لپاره، وینه ورکړي.

د پرمختللو تجهیزاتو، مسلکي پرسونل، کافې بودجې او دوینې دورکړې د ګټو په اړه، د عامه پوهاوي کموالی هغه څه دي چې د افغانستان د وینې د مرکزي بانک مسؤلین یې مطرح کوي.

دوی داخبرې د یکشنبې په ورځ«۱۳۹۷کال چنګاښ لسمه» په کابل کې«د وینې د ورکړې د نړیوالې ورځې» د لمانځلو په مراسمو کې وکړي.

د افغانستان د وینې د مرکزي بانک رئیس عنایت الله هاشمي وویل چې دوی په کال کې د هېواد په کچه شااوخوا یو لکو نوي زره سي سي وینې ته اړتیا لري او سره له دې چې دغه اندازه وینه ترلاسه کېږي، خو د طرح شویو پلانونو د ښه پلې کېدو لپاره پکار ده چې د عامې روغتیا وزارت د دوی دغه وړاندیزونه ومني.

د عامې روغتیا وزارت د وینې د مرکزي بانک ستونزې مني

نوموړي زیاته کړه:

"په عمومي توګه زموږ ستونزه په بودجه کې ده کومه اندازه چې مو ټاکلې وه هغومره نه ده، تجهیزات مو ورځنۍ اړتیا پوره کوي، خو ضرورت دی چې مدرن شي، موږ په دې برخوکې د روغتیا د نړیوال سازمان او د حکومت د مشرانو مرستو ته اړتیا لرو چې دغه تجهیزات مو پوره کړي او موږ یې وکاروو."

د عامې روغتیا وزارت د وینې د مرکزي بانک ستونزې مني خو ژمنه کوي چې د دغه بانک وړاندیزونو ته به مثبت ځواب ووايي.

د دغه وزارت د معالجوي طب رئيس داکټر محب الله زهیر وویل:

"موږ په ۳۴ ولایتونو کې د وینې د بانک څانګې عصري وسایلو سمبالې کړې، په ټوله کې هېواد له مالي ستونزو سره مخ دی، که په هېواد کې سوله تامین شوه، زه عقیده لرم هغه مالي زېرمې چې په جګړه کې مصرفېږي، هغه به روغتیايي او پرمختیايي چارو کې مصرف شي."

د افغانستان د وینې مرکزي بانک د وینې د ټولولو یوه معتبره منبع ده چې خوندي وینه اړو کسانو ته ورکوي او په ولایتونو کې هم څانګې لري.

دغه بانک وايي، هره ورځ یوازې په کابل ولایت کې له یوسلو پنځوسو نه تر۲۰۰ کڅوړو پورې وینه مصرفېږي، حال دا چې دا اندازه په ولایتونو کې دوه برابره ده.

په دغو مراسمو کې د افغانستان پر ټولو خلکو غږ وشو چې د وینې په ورکولو سره، وینې ته د خپلو اړو هېوادوالو ژوند وژغوري.

د افغانستان خلک وايي، هېواد یې په اوسنیو شرایطو کې د وسله والو مخالفینو د مختلفو ډلو له جګړو سره مخ دي چې دغو جګړو کې هره ورځ یوشمېر خلک ټپیانېږی او وینې ته یې اړتیا پیښېږي، نو ځکه د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ته پکارده چې د هېواد په مرکز او ولایتونو د وینو بانکونه فعال او مجهز وساتي.

راپور: خان محمد سیند