عصمت: کوچیانو ته د تذکرو د وېش په پروسه کې بې غوري شوې

د کوچیانو چارو د سمون د لوی ریاست سرپرست وايي چې کوچیانو ته د تذکرو د وېش په پروسه کې بې غوري شوې ده.

دی وايي، کوچیان چې د افغانستان د وګړو شااوخوا ۱۶ سلنه جوړوي، د تذکرو د وېش په روان بهیر کې ورته څه ډول چې لازمه وه، پاملرنه نه ده شوې.

حکمت الله عصمت د یکشنبې په ورځ «د د ۱۳۹۷ کال د چنګاښ په ۱۰ مه» په یوه خبري ناسته کې د وکړو د احوالو د ثبت له مرکزي ادارې وغوښتل چې د کوچیانو لپاره د تذکرو د وېش سیار ټیمونه زیات کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"که چېرې د کوچیانو غوښتنو ته پام ونه شي، کوچیان له یوه سترحق او د خپل برخلیک له ټاکلو محرومېږي او که کوچی د رأیو ورکولو له حقه محروم شو، را روان سیاسي مشرتابه له چلنج سره مخ کېږي."

ښاغلي عصمت همداشان زیاته کړه چې په بادغیس او پروان ولایتونو کې یوشمېر کړۍ د نامعلومو دلایلو له امله کوچیانو ته تذکرې نه ورکوي.

د نوموړي په وینا، کوچیانو ته په تذکرو د سټیکرونو په لګولو کې هم ناغېړي شوې او کم شمېر کوچیانو پر خپلو تذکرو سټيکرونه لګولي دي.

په ورته وخت کې د احوالو د ثبت مرکزي اداره وايي، هر هغه څه چې د دوی په وس پوره وو، کوچیانو ته یې د تذکرو په وېش کې یې ترې استفاده کړې ده.

د دغې ادارې ویاند روح الله احمدزی وايي، کوچیانو ته یې د تذکرو د وېش په برخه کې او سیارو ټمیونو د جوړولو په برخه کې د کوچیانو ریاست مشورو ته غوږ نیولی او د هغوی د استازو په سپارښتنه یې دغه بهیر مخ ته وړی دی.

روح الله احمدزی

دی وایي:

"سره له دې چې کوچیانو ته د تذکرو په وېش کې له ستونزو سره مخ شو، د دوی لپاره مو زیات تدابیر ونیول، له دې اوچت نور له کوچیانو وروڼو سره په دې برخه کې همکاري نه شوه کېدلای، هغه څه مو چې په وس کې وو، هغه مو ټول په کار اچولي دي."

ښاغلي احمدزي که څه هم کوچیانو ته د تذکرو د وېش په اړه دقیق ارقام ورنه کړل، خو زیاته یې کړه چې د تذکرو د وېش په ملي کمپاین کې د کوچیانو په ګډون شااوخوا پنځه نیم میلیونه افغانانو ته د هویت تذکرې وېشل شوې دي.

بل خوا د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د سټيکرونو د سیارو ټیمونو د غوښتلو په اړه د کوچیانو چارو د ریاست غوښتنې پرځای بولي.

د دغه کمېسیون ویاند سید حفظ الله هاشمي ازادي راډیو ته وویل، دا چې د وخت کمی دی، د دوی غوښتنې نه شي پرځای کېدلای.

په ورته وخت کې د افغانستان په ولسي جرګه کې د کوچیانو استازی یوسف صابر وايي، که د دوی حقه غوښتنې ونه منل شي، کوچیان به لارو سړکونو ته را ووځي او سوله ییز لاریونه به وکړي.

راپور: رحمت الله افغان