ټوسک له بریتانیې غوښتي چې د وتلو په اړه رښتینی پلان جوړ کړي

اروپايي ټولنې پر بریتانیا غږ کړی چې له اروپایي اتحادیې څخه د وتلو یا بریګزیټ د پروسې په اړه یو ریښتنی پلان جوړ کړي او یا به له دغه بلاک څخه د کومې معاملې پرته د وتلو له خطر سره مخامخ شي.

د اروپایي شورا مشر ډونالد ټاسک د جمعې په ورځ په بروکسل کې د اروپایي ټولنې د سرمشریزي په پای کې خبریالانو ته وویل:

"ډېر لوی کارونه په مخ کې لرو او تر ټولو سخت کارونه لا هم نه دي حل شوي."

ټاسک وویل چې دا وروستی غږ وو.

په پام کې ده بریتانیا د ۲۰۱۹ کال د مارچ په پای کې له اروپایي ټولنې ووځي.

د نورو مسایلو ترڅنګ د راتلونکي امنیت او د بریتانیا او اروپایي اتحادیې د وګړو تر منځ د آزاد تګ راتګ مسئله لا هم ناحل پاته ده.