له نشه‌يي موادو سره د مبارزې اوونۍ په مناسبت د بایسکل ځغلولو سیالۍ!

له نشه‎يي موادو سره د مبارزې اوونۍ په مناسبت د نجونو او هلکانو د ټیمونو بایسکل ځغلولو سیالي وشوه.

له نشه‎يي موادو سره د مبارزې وزارت ویاند حنیف دانشیار له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، دا سیالي د پنجشنبې په ورځ په‎داسې ډول ترسره شوه چې سيالي کوونکو دا شعار بدرګه کاوه چې «نشه‎يي مواد انسان تباه کوي».

د يادونې وړ ده چې د بايسکل ځغلولو دا ټيم د کابل له ده سبز ولسوالۍ څخه روان او تر کاپیسا ولایت پورې به ۴۵ کیلو ميټره لاره ووهي.

یاده دې وي چې دا سیالي د بایسکل ځغلولو فډراسیون په همکارۍ جوړه شوه.