د وکیلانو جنجال د چهارشنبې ورځې غونډه بې نتیجې پای ته ورسول

د افغانستان د ولسي جرګې د چهارشنبې د ورځې عمومي غونډه، د یوشمېر وکیلانو ترمنځ د لظفي شخړو له امله بې نتیجې پای ته ورسېدله.

له هغې وروسته چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون پرېکړه وکړه چې غزني ولایت د انتخاباتو لپاره په څو حوزو وویشي، د دغه ولایت ځینې روښنانفکران او همدارنګه په ولسي جرګې کې د دغه ولایت یوشمېر استازي دغه اقدام غیر قانوني او له تعصبه ډک ګڼي.

دغه موضوع د چهارشنبې په ورځ د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې د غزني ولایت د ځینو استازیو په ګډون ددې جرګې یو شمېر نورو غړو یو ځل بیا راپورته کړه او دغه اقدام یې یو فاشیستي عمل وګاڼه.

لطیف پدرام

د ولسي جرګې غړي لطیف پدرام د جرګې د غونډې د امتیازي بحثونو پرمهال وویل چې په حکومت کې ځینې حاکمې فاشیستي کړۍ د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون په چارو کې غیر قانوني مداخلي کوي او غواړي خپل پلانونه له همدې لارې پلي کړي.

د پدرام له خوا د فاشیستي لفظ د بیا بیا تکرارولو پر وړاندې د جرګې ځینو غړو غبرګون وښود.

د جرګې غړو کمالناصر اصولي او انجنېر کمال وویل:

کمال ناصر اصولي

"۱- ایا د غزني ۱۴ ولسوالۍ حق نه لري چې په انتخاباتو کې ګډون وکړي، په دغه ۱۴ ولسوالیو کې هزاره، تاجک او پښتانه اوسېږي، موږ او تاسې باید د قانون د حاکمیت په خاطر هڅې وکړو، دلته ځینې اشخاص هره چیغي وهي، دا د افغانستان د خلکو ترمنځ د نفاق اورته لمن وهل دي، دا خیانت دی، د هر قوم غړی یې چې کوي.

۲- پدرام صاحب زما هیله وه چې ما اوتا به په یوې چوکۍ کېنو او زه به درنه د ملي وحدت، افغانیت او خاورې په باره کې څه زده کړم، ویل مي سیاست به درنه زده کړم، خو موږ ته څه پته وه چې ستا غوندې لوی نوم دا اته کاله کېږي چې د یو قوم بې احترامي کوي."

د غې لفظي شخړې د ولسي جرګې د عمومي غونډې ډېر وخت ضایع کړ او ونه توانېده چې د ورځي پر رسمي اجنډا بحث وکړي.

دا لومړی ځل نه دی چې د ولسي جرګې د غړو ترمنځ پر داسې بحثونو وخت ضایع کېږی بلکې پخوا تردې هم د ورته بحثونو له امله دغې جرګې ډېرې مهمې موضوعګانې نه دي تصویب کړي.

کارپوهان وايي، د هېواد په روانو حساسو سیاسي او امنیتي حالاتو کې د ملت سترګي ولسي جرګې ته اوړي چې د یووالي، سولي او پرمختګ لپاره قانوني پرېکړې وکړي نه داچې په داشان بې ګټو بحثونو د ملت وخت ضایع کړي.

د دغو کارپوهانو له ډلې کبیر رنجبر ازادي راډیو ته وویل:

کبیر رنجبر

"دا ډول کارونه زموږ ستونزې ډېروي، زه دې ته متوجه یم چې په مهموحالاتو کې دغسي مصنوعي شخړې جوړې شوي دي څو عادي فضا ګډه وډه کړي، دلته د پردیو جدي مداخلې موجودې دي، ځینې د پردیو په اشاره غواړي زموږ ډېر مهم ملي مسایل لکه انتخابات له عادي حالته وکاږي."

په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو استازی لطیف پدرام نه یوازې دا چې د انتخاباتو لپاره د غزني ولایت پر حوزو انتقاد کوي بلکې په برښنایي تذکرو کې د افغان د کلمې له لیکلو او د افغانستان له نامه سره هم مخالفت کوي.

دا په داسې حال کې ده د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د غزني ولایت د انتخاباتي لانجې د هوارولو لپاره چې د نوم لیکنې پروسې له پیل نه تر دامهاله نه کوم رای ورکوونکي نوم لیکنه کړې او نه کوم چا د ولسي جرګې او ولسوالیو لپاره ځان کاندید کړی، کمېسیون د ستونزې د هواري په هدف غزني ولایت پر دری انتخاباتي حوزو وویشه.

راپور: خان محمد سیند