د اذربایجان ولسمشر: د ناګورنو قره باغ اشغال به قبول نه کړو

د اذربایجان ولسمشر، الهام علی اف نن په یوه پوځي پرېډ کې سختې خبرې وکړې او ویې ویل چې له اذربایجانه جلا شوې سیمه، ناګورنو قره باغ" په اصل کې د اذربایجان د خاورې برخه ده " او هېڅ کله به د دې سیمې" اشغال" قبول نه کړي.

علی اف نن بیا ټینګار وکړ چې اذربایجان به پر ناګورنو قره باغ خپله واکمني ټینګه کړي.

ناګورنو قره باغ اوسمهال د ارمنستان د ځواکونو تر کنټرول لاندې ده.

د اذربایجان ولسمشر نن دا وینا په هغه پوځي پرېډ کړې وه چې د اذربایجان د پوځ د سل کلنۍ په مناسبت جوړ شوی و.

علی اف وویل:

"جګړه نه ده ختمه شوې، یوازې د جګړې لومړی پړاو پای ته رسېدلی دی."

اذربایجان او ارمنستان له ډېرو کلونو راهیسې پر ناګورنو قره باغ دعوا لري.

دا سیمه د ارمنستان ځواکونو د داسې جګړې په پای کې ونیوه چې له دواړو خواوو دېرش زره انسانان په کې ووژل شول.

په ناګورنو قره باغ کې له ۲۰۰۴ مېلادي کال راهیسې اوربند دی.