د سولې ولسي حرکت ملګرو ملتونو ته خپلې غوښتنې استوي

د هلمند د سولې کاروان غړي به نن د ملګرو ملتونو عمومي منشي ته د خپلو غوښتنو په اړه لیک واستوي.

د لیک جزئیات لا نه دي څرګند شوي.

هغوی د یکشنبې په ورځ په کابل کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازي د دفتر، یوناما مخې ته درې ورځنی پرلت پیل کړ او تر سبا ماسپښينه به هلته ناست وي.

د هلمند د سولې کاروان ویاند، بسم الله وطندوست نن سهار ازادي راډیوته وویل:

"د ملګرو ملتونو مشرتابه راته ویلي چې غواړي چې له موږ سره بحث وکړي او کښېني خو موږ ورته ویلي چې ستاسو سره بحث نه کوو بلکې د ملګرو ملتونو د سازمان د غړو هېوادونو پر ملتونو ږغ کوو چې له تاسو پوښتنه وکړي چې تاسو په اولس کلونو کې په افغانستان کې څه کړي او ستاسو شتون په افغانستان کې څه معنی لري."

د هلمند د سولې کاروان غړي به په کابل کې د امریکا، روسیې، چین، پاکستان او یوشمېر نورو هېوادونو د سفارتونو مخې ته ورته پرلت ورکړي.

د ارګ خبرپاڼه وايي چې د افغانستان ولسمشر، محمد اشرف غني نن سهار په کابل کې د یوشمېر بهرنیو هېوادونو له سفیرانو سره کتلي او د سولې لپاره پر روانو هڅو او د " اوربند پر ښه مدیریت " یې خبرې ورسره کړې دي.