د مالیې وزیر اکلیل حکیمي له خپلې دندې استعفا وکړه

د افغانستان د مالیې وزیر اکلیل حکیمي له خپلې دندې استعفا وکړه.

ښاغلي حکیمي نن په کابل کې یوې خبرې غونډې ته وویل چې سبا به یې د کابینې په غونډه کې ګډون د خپل ماموریت وروستۍ ورځ وي.

نوموړي د خپلې استعفا د لایلو په اړه وویل چې شخصي او کورنۍ پرېکړه یې ده او کوم فشار دې تصمیم ته نه دی اړه کړی.

ښاغلي حکیمي دا هم وویل چې د خپلې دغې پرېکړې په اړه یې له ولسمشر سره دمخه خبرې کړې دي.