د انتخاباتو کمېسیون: غزني کې ټاکنې په حوزوي شکل ترسره کېږي

سید حفیظ الله هاشمي

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د غزني ولایت د راتلونکو ټاکنو لپاره په درېیو حوزو د ویش پریکړه وکړه.

د دغه کمېسیون یوه کمېشنر سید حفیظ الله هاشمي ازادي راډیو ته وویل چې دا پریکړه تېره ورځ ناوخته د کمېسیون له‎خوا وشوه، څو په غزني ولایت کې خلک قومي انډول ته په پام وکولی شي، په ډاډه زړه په راتلونکو ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو په انتخاباتو کې برخه واخلي.

ښاغلي هاشمي وویل:

"کمېسیون د رأیو په اکثریت پریکړه وکړه چې د غزني ستونزې ته د پای ټکی کېږدي او دا سیسټم حوزوي اعلان کړي. بناً دا پریکړه وشوه او غزني ولایت په درېیو حوزو وویشل شو."

ښآغلي هاشمي زیاتوي اوس باید حکومت د نفوس او جغرافیایې موقعیت په پام کې نیولو سره دغه حوزې وټاکي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایي، په راتلونکو دوو ورځو کې به یو استثنایي مهال ویش وټاکي چې له مخې به یې په‎دې ولایت کې د کاندیدانو د نوم‎لېکنې په ګډون نورې ادارې چارې پرمخ ولاړې شي.

د غزني اوسیدونکو له څه باندې یوې میاشتې راهیسې د قومي ناانډولتوب له منځه وړلو لپاره په دغه ولایت کې د حوزوي ټاکنو غوښتنه کوله او د همدې غوښتنې لپاره یې د تحصن خیمې درولې وې.