د سولې د ولسي حرکت غړو د یوناما د دفتر مخې ته پلتۍ ووهلې

د هلمند د سولې د ولسي حرکت غړو نن په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر په مخکې د اعتراض په توګه پلتۍ ووهلې.

د دغه حرکت ویاند بسم الله وطندوست ازادي راډیو ته وویل چې د دوی دغه اعتراض به درې ورځې دوام کوي او له ملګرو ملتونو غواړي چې په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسیدو لپاره جدي هڅې وکړي:

"موږ د ملګرو ملتونو د دفتر مخې ته راغلي یو، دادی دلته کښیناستلو، دلته به موږ درې ورځې ناست یو، د دې درې ورځو په موده کې به موږ له دوی څخه هم دا پوښتنې کوو، لومړۍ پوښتنه به مو داوي چې ولې په دې اولسو کلونو کې د ملګرو ملتونو چارواکي نه دي توانېدلي چې په افغانستان کې جګړه بنده کړي او په دې هېواد کې امن او ثبات راولي."

د دغه ولسي حرکت غړو ویلي چې وروسته د هغو سفارتونو په مخکې هم ورته اعتراضونه پیلوي چې د افغانستان په مسله کې ډېر ښکېل دي.

د هلمند د سولې ولسي حرکت له ملګرو ملتونو د افغانستان د لانجې په هواري کې د مرستې غوښتنه په داسې حال کې کوي چې د یوشمېر کارپوهانو په وینا په ۱۹۹۲ کال کې د افغانستان لپاره د دې نړیوالې ادارې د ځانګړي استازي بنینسوان د سولې او ملي پخلاینې د پلان په ګډون په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د ملګرو ملتونو طرحې موثرې نه دي تمام شوي.