پاکستاني طالبانو د خپل منځي اختلافاتو له امله د خپل نوي مشر ټاکنه ځنډولې

پاکستاني طالبانو د خپل نوي مشر ټاکنه ځنډولې او دا پرېکړه په داسې حال کې کېږي چې د پاکستاني طالبانو د دوو ګروپونو ترمنځ د نوي مشر د ټاکلو پرسر اختلاف رامنځته شوی دی.

د تحریک طالبان پاکستان TTP د پخواني مشر ملا فضل الله له وژل کېدو یوه اوونۍ وروسته په دې ډله کې د نوي مشر د ټاکلو پرسر اختلاف رابرسېره شوی دی.

ملا فضل الله

د پاکستاني طالبانو غړو د جرمني خبري اژانس DPA ته ویلي چې دوه مهم ګروپونه چې دا ډله یې جوړه کړې، د مقابل لوري له کاندید سره مخالفت کوي او غواړي د دوی کاندید د ډلې مشر شي.

TTP له تېرې یوې لسیزې راهیسې د پاکستان د حکومت پرضد وسله واله مبارزه پیل کړې او د دې جګړې په ترڅ کې شااوخوا ۷۰ زره پاکستانیان وژل شوي دي.

ملا فضل الله چې په ۲۰۱۲ کال کې د نوبل د جایزې پر ګټونکې ملالې یوسفزۍ له حملې وروسته یې ډېر شهرت وګاټه، تېره اوونۍ په افغانستان کې د بې پیلوټه الوتکو په یوه حمله کې ووژل شو.

د پاکستاني طالبانو یوه غړي قاري نور له افغانستان څخه DPA اژانس ته ویلي چې د سوات اوسېدونکی عمر رحمان سواتی نېږدې و چې د پاکستاني طالبانو د مشر په توګه غوره شي، خو یو ناڅاپه له دې پرېکړې سره مخالفت وشو.

ویل کېږي چې د پاکستاني طالبانو یو بل مشر مفتي نورولي محسود هم غواړي د دې ډلې مشر شي.

د TTP یوه بل غړي DPA اژانس ته ویلي چې نورولي محسود د افغان طالبانو له حقاني شبکې سره نېږدې اړيکې لري.

دا سرچینې وايي، حقاني شبکه چې په پاکستان کې مرکزونه لري او د پاکستان له پوځي استخباراتي ادارې ISI سره د اړیکو په لرلو تورنه ده، هم د مفتي نورولي ملاتړ کوي.

د ازادي راډیو کارپوه ابوبکر صدیق چې په سیمه کې د ترورېستي ډلو تحولات له نېږدې څاري، وايي چې د قبایلي سیمو وسله وال د سواتي ملا فضل الله له وژل کېدو وروسته، غواړي چې یوځل بیا د پاکستاني طالبانو مشري ترلاسه کړي.

نوموړي وویل:

"چې کله په وزیرستاني طالبانو کې په ځانګړي ډول، ډېر د محسودو مشران ووژل شول، نو دا برخه ډېره کمزورې شوه او مشري یې د سوات او د جنوب خوا ته د نورو سیمو لکه د باجوړ، مومند او نورو سیمو مشرانو ته انتقال شوه، نو اوس چې فضل الله وژل شوی، د محسودو برخه چې ډېر پلویان یې د قبایلي سیمو په خاص ډول د وزیرستان دي، غواړي چې دا مشرتابه بېرته لاس ته راوړي."

DPA د پاکستاني طالبانو د سرچینو په حواله زیاتوي چې د دې ډلې هغه څانګه چې په افغانستان کې دېره ده، ښايي یو بل کاندید وړاندې کړي، څو په TTP کې د احتمالي اختلاف مخه ونیسي، په TTP کې شاملو ګروپونو مخکې له دې چې ملا فضل الله یې مشري په غاړه واخلي، په خپلو کې خونړۍ جګړې کړې دي.