په کابل کې د «قدرت زن یا د ښځو ځواک» نندارتون کې د ښځو لاسته راوړنې!

د ازادي راډیو د نیمې نړۍ په‎دې اوونیزه خپرونه کې د قدرت زن یا د ښځو ځواک په نوم د یوه نندارتون د جوړېدو په اړه غږېږو.

که څه هم نن سبا په بازار کې ماشيني صنايع ډېرې دي، خو بيا هم لاسي صنايعو خپل ارزښت ساتلی دی او ګڼ مینه‎وال لري.

د همدغه سوداګرو ښځو د کار پراختیا او په تېره‌یې محصولاتو ته د بازار موندنې لپاره کله نا کله بېلابېل نندارتونونه جوړېږي.

دا ځل هم د افغانستان د نندارتونونو د مرکز له‎خوا په لومړي ځل د قدرت زن یا د ښځو ځواک په نوم څلور ورځنی نندارتون په کابل کې پرانیستل شو.

د دې ډول نندارتونونو جوړېدل به څومره اغېزمن تمام شي؟

د بشپړ پروګرام د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

نیمه نړۍ

جوړوونکې: فرشته غني