ايران: د تېلو په اړه د روسيې او عربستان پرېکړه نه‌منم

ايران د روسيې او سعودي عربستان هغه پلان رد کړ چې د تېلو د توليد د زياتولو په اړه دى.

دا پرېکړه روانه اوونۍ د دغه سازمان په غونډه کې د تېلو د بيو د لوړېدو له کبله د مصرفوونکو د شکايتونو په ځواب کې کېږي.

د ايران د نفتو وزير بېژن زنګنه پرون ويانا ته رسېدو سره سم وويل:

"فکر نه‌کوم چې په دې غونډه کې به کومې موافقې ته ورسېږو."

د اوپېک يا د تېلو د لويو توليدوونکو هېوادونو مرکزي دفتر په ويانا کې دى.

مسکو او رياض پېشنهاد کړى چې په ورځ کې د يو مليون او اته لکه بېرله تېلو توليد له کمولو به شاته کېږي.

خو دا هغه اندازه ده چې په ٢٠١٦ میلادي کال کې اوپېک او د تېلو نورو لويو توليدوونکو ورباندې سلا کړې وه.

که څه هم دغه سازمان په نړۍ کې د بيو لوړېدو په خاطر د تېلو د توليد د کمولو پرېکړه کړې، خو اوس د تېلو د بيې پر جګېدو انتقادونه شوي دي.

د امريکا متحده ايالاتو، چين او د تېلو نورو لويو مصرفوونکو هېوادونو د تېلو د بيو د ټيټېدو غوښتنه کړې ده.