اوچا: روان کال افغانستان کې تر ۱۳۲ زرو زیات کسان بې‌ځایه شوي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا «اوچا» وايي، د روان میلادي کال د جنورۍ د میاشتې راهیسې په افغانستان کې تر ۱۳۲ زرو زیات کسان بې‌ځایه شوي دي.

دې ادارې پرون سې شنبه «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۲۹» په یوه راپور کې وویل چې دا خلک د جګړو له کبله د خپلو کورونو پرېښودو ته اړه شوي دي.

په راپور کې ویل شوي چې د تېر کال د همدې مودې په مقایسه په سږني کال کې د بې‌ځایه شویو کډوالو په شمېر کې په ۱۰۰ کې ۳۱ کموالی راغلی دی.

اوچا ادارې ویلي دي چې د ۲۰۱۷ میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې د بې‌کوره شویو کسانو شمېر ۱۹۲ زره تنو ته رسېده.