د "م.م" دوو متخصصینو په ایران کې د یوه کس د اعدام لغوه کېدل غوښتي

په ملګرو ملتونو کې د بشري حقونو دوو متخصصينو له ایرانه غوښتي چې د هغه کس د اعدام پلان دې لغوه کړي چې په پنځلس کلنۍ کې د خپل ښوونکي په وژلو تورن پېژندل شوی.

د سې شنبې په ورځ په خپره شوې اعلاميه کې متخصصينو هغو راپورونو ته اشاره کړې چې وايي، محمد کلهوري به له روژې مياشتې وروسته ډېر ژر اعدام شي.

متخصصينو ويلي، د ایران دولتي پلټونکو ويلي وو چې کلهوري هغه مهال چې د خپل ښوونکي په وژلو تورن پېژندل شوی وو، بالغ نه و.

په ملګرو ملتونو کې د بشري حقونو متخصصينو دا غوښتنه یوه ورځ وروسته له هغه کړې چې امریکا او د بشري حقونو د څار ادارې د ايران له خوا د هغه کس د اعدامولو اقدام وغانده چې د درېیو پوليسو په وژلو تورن و.