په يوه حمله کې د پاکستاني طالبانو يو مشر وژل شوى

ملا فضل الله

د امريکا متحدو ايالتونو دفاع وزارت وايي، د دغه هېواد د بې پېلوټه الوتکې په يوه حمله کې د پاکستاني طالبانو يو مشر وژل شوى دى.

د محلي رسنيو د نا تائيد شوېو راپورونو له مخې د طالبانو دغه مشر په افغانستان کې وژل شوى دى.

د امريکا پوځي چارواکو پرون ناوخته رسنيو ته وويل، په‎دې حمله کې د تحريک طالبان پاکستان مشر ملا فضل الله د چهارشنبې په ورځ په کونړ کې ويشتل شوى دى.

ځينو امريکايي چارواکو د نوم نه ښوولو په شرط رويټرز خبري اژانس، امريکا غږ او د فرانسې خبري اژانس ته وويل چې د ملا فضل الله د وضعيت په اړه نور معلومات نه‎لري.

دوى په‎دې اړه چې ايا دغه عمليات بريالي وو که نه؟ تبصره نه‎ده کړې.

د محلي رسنيو په راپورونو کې ويل شوي چې د پاکستاني طالبانو دغه مشر وژل شوى دى.