آصف صدیقي: د نفوسو د احوال ثبتولو ادارې یو شمېر کارکوونکي سپینې تذکرې خرڅوي

د افغانستان د مشرانو جرګې اداري پلاوی وايي، لاهم د جعلي تذکرو وېشل روان دي او د نفوسو د احوال ثبتولو اداره‌یې په مخنیوي کې پاتې راغلې.

د دغې جرګې دوهم مرستيال محمد اصف صديقي، د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۲۲» ازادي راډيو ته وویل چې د نفوسو د احوال ثبتولو ادارې یو شمېر کار کوونکي سپینې تذکرې خرڅوي او د مشخصو نوماندانو په ګټه کار کوي.

نوموړي دغه‌شان وویل چې په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو په ځانګړي ډول پر فېس‌بوک پاڼو هم داسې عکسونه خپاره شوي چې د بهرنیو هېوادونو د نجونو او اکټرانو په نومونو تذکرې اخیستل شوي دي.

صدیقي وویل چې دا کار د انتخاباتو پر پروسې خلک بې‌باوره کولای شي.

صدیقي: زما په اند اساسي ستونزه خپله د نفوسو د احوال ثبتولو په اداره کې ده.

نوموړي زیاته کړه:

"زما په اند اساسي ستونزه خپله د نفوسو د احوال د ثبت په اداره کې ده، همدغه د دوی کار کوونکي دي چې سپینې تذکرې هم خرڅوي او د کاندیدانو په ګټه کار هم کوي، اوس په فېس‌بوکونو کې هم داسې عکسونه خپاره شوي چې د ځينو هندي او ایراني نجونو په عکسونو تذکرې اخیستل شوي، حتی زه په جریان کې یم چې یو شمېر ولایتونو کې د کاندیدانو په کورونو کې تذکرې وېشل کېږي او هېڅ ډول څارنه نه‌کېږي."

نوموړي وویل چې دا درغلۍ خلکو ته د منلو وړ نه‌دي او حکومت‌یې باید مخه ونیسي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د افغانستان د ملي شورا یو شمېر غړو او د افغانستان د انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونو انتقادونه کړي چې د تذکرو د وېش په ځینو دفترونو کې خلکو ته جعلي تذکرې وېشل شوې دي.

هاشمي: د جعلي تذکرو د جوړېدو غیر رسمي راپورونه رارسېدلي

د جعلي تذکرو د وېش د مخنیوي لپاره د نفوسو د احوالو ثبتولو ادارې نوې هڅې

همدارنګه ځينو رسنیو د هرات د ځايي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې په دغه ولايت کې د ولسي جرګې د یوې احتمالي نوماندې خاوند د جعلي پېژندپاڼو په تور نیول شوی دی.

د هرات د والي ویاند غلام جیلاني فرهاد وایي چې دغه کس د ملي امنيت ریاست له لوري له ۶۰۰ جعلي تذکرو، مهر او د یاد ولایت د زنده جان ولسوالۍ د نفوسو د احوال د ثبت ادارې له یو شمېر نورو غیر قانوني اسنادو سره نیول شوی.

د افغانستان د نفوسو د احوال ثبتولو د ادارې چارواکي بیا په تذکرو کې د درغلۍ مسئله ردوي او وايي، د خپلو کارکوونکو پر کړنو جدي څارنه لري.

روح الله احمدزی

د دغې ادارې ویاند روح‌الله احمدزي د سې شنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"کوم عکسونه چې په ټولنیزو پاڼو کې د جعلي تذکرو د وېشلو په تړاو خپاره شوي دي، ټول فوټو شاپ شوي او موږ هېڅکله هغه چا ته تذکره نه‌ورکوو چې خپله شخص رانه‌شي. له هغو کسانو څخه چې دا ډول ادعا کوي غواړو چې د خلکو ذهنونه خراب نه‌کړي او موږ له خپلو کار کوونکو کلکه څارنه لرو."

دا اداره وايي، د دغې ادارې هر کارکوونکی او نور کسان که د جعلي تذکرو په وېشلو کې ښکېل وګڼل شي، عدلي او قضايي ارګانونو ته به‌‎يې وروپېژني.

د نفوسو د احوال ثبتولو د ادارې د معلوماتو له مخې، په ټول هېواد کې د تذکرو د وېش ۴۲۰ دفترونه موجود دي چې د راپورونو له مخې هره ورځ شااوخوا ۵۰ زره کسان نوې کاغذي تذکرې اخلي.

دغه اداره وايي، اټکل‌ یې کړی و چې د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو تر رسېدو پورې به، ۱۰ میلیونه کاغذي تذکرې ووېشل شي.

ټاکل شوې چې د افغانستان د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات د روان لمریز کال د میزان يا تلې د میاشتې په ۲۸مه نېټه ترسره شي.

خو د انتخاباتي چارو پوه جانداد سپین غر وايي، که چېرې د جعلي تذکرو د وېش مخه ونه‌نیول شي او حکومت د انتخاباتو په پروسې د خلکو د باور د رامنځته کېدو په برخه کې جدي او ژر اقدامات ونه‌‌کړي د انتخاباتو ټوله پروسه تر پوښتنې لاندې راتلی شي.

راپور: ناجیه ساپۍ