بادغیسۍ:‌ د کلیو اوسېدونکي د سرطان تر ۱۵مې نوم‌لیکنه کولای شي

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایي، په ښارونو کې د رأی ورکوونکو د نوم‎لیکنې بهیر پای ته ورسېد او د کلیو اوسېدونکي د سرطان تر ۱۵مې پورې کولای شي د انتخاباتو لپاره نومونه ولیکي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مرستیالې وسیمه بادغیسۍ تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې په ولسوالیو کې به هم د رأی ورکوونکو د نوم‎لیکنې بهیر ژر پای ته ورسېږي او وروسته به په کلیو کې دوام وکړي.

نوموړې وايي:

"درېیمه مرحله چې د افغانستان کلي په‎کې شامل دي د غبرګولي له ۱۹مې نېټې پیلېږي او د سرطان یا چنګاښ تر ۱۵مې دوام کوي. درېیمه مرحله چې د کلیو ده ۱۰ نورې ورځې غځول شوې ده."

د مېرمن بادغیسۍ په خبره تر اوسه نږدې شپږ میلیونه کسانو په راتلونکو انتخاباتو کې د رأی ورکولو لپاره نومونه لیکلي دي.

تمه ده د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخاباتو د روان کال د میزان یا تلې پر ۲۸مه نېټه په افغانستان کې ترسره شي.