بریتانیا ۵۰ نورو افغان ژباړونکو ته ویزې ورکوي

د بریتانیا حکومت لسګونه نورو افغان ژباړونکو ته ویزې ورکوي.

ډېلي ټلګراف ورځپاڼې د بریتانیا د دفاع وزیر ګوین ویلیامسون له قوله لیکلي چې وایي، ۵۰ هغو افغانانو ته چې په هلمند ولایت کې یې د بریتانوي ځواکونو سره د ژباړونکي په توګه دنده ترسره کړې، دا حق ورکول کېږي چې له خپلو کورنیو سره یوځای په بریتانیا کې ژوند وکړي.

له‎دې سره به افغان ژباړونکو ته د بریتانیا د نویو ویزو شمېر ۲۰۰ ته ورسېږي.

د بریتانیا دفاع وزیر پرون دوشنبه «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۲۱» ډېلي مېل ته ویلي و چې دغو افغان ژباړونکو بریتانیا ته د پام وړ خدمت کړی دی.

د دوشنبې د ورځې «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۲۱» دغه اعلان وروسته له هغې وشو چې د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله تېره اوونۍ بریتانیا ته د خپل سفر پر مهال د بریتانیا پر حکومت انتقاد وکړ چې دغو افغان ژباړونکو ته چې د ده په وینا ژوند یې له خطر سره مخامخ دی، سمه رسیده‎ګي نه‎ده کړې.

د راپورونو له مخې له ۲۰۰۲ څخه تر ۲۰۱۴ میلادي کال پورې تر ۷۰۰۰ ډېرو افغانانو په افغانستان کې د بریتانوي ځواکونو سره دندې ترسره کړي چې نږدې نیمایي یې ژباړونکي وو.

تر اوسه شااوخوا ۴۰۰ پخواني افغان ژباړونکي بریتانیا ته انتقال شوي دي.

دا مهال په افغانستان کې د بریتانیا شااوخوا ۵۰۰ نظامیان دېره دي.