ارزګان کې یو شمېر معلولینو د دایمي اوربند او سولې غوښتنه وکړه

ارزګان کې یو شمېر معلولو کسانو د اعترض په شکل د افغان حکومت او طالبانو څخه د دایمي اوربند او سولې غوښتنه وکړه.

د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې نن دوشنبه لسګونه معلولين او یو شمېر نور غیر معلول کسان د ترینکوټ ښار واټونو ته راووتل او د افغان حکومت او وسله‌والو طالبانو څخه د دایمي اوربند او سولې غوښتنه‌يې وکړه.

دوی چې یو لړ شعارونه‌یې هم له ځان سره لېږدول، پرې لیکل شوي وو چې نور له جګړې ستړي شوي یو، نور جګړه نه‌غواړو، موږ سوله غواړو، موږ ته یو څو ورځې د ښه ژوند کولو وخت راکړئ، موږ مه‌وژنئ، موږ هم انسانان یو او موږ هم د ښه ژوند کولو حق لرو.

په دې اړه نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریف‌الله شرافت په راپور کې:

Your browser doesn’t support HTML5

د شرافت راپور