په کابل کې د ښځو د وړتیاوو په نوم نندراتون جوړ شو

په کابل کې د لومړي ځل لپاره د ښځو د وړتیاوو په نوم عمومي نندراتون جوړ شوی دی چې څلور ورځې داوم کوي.

په دې نندراتون کې بېلابېل خوراکي او غیر خوراکي توکي په لسګونه غرفو کې نندارې او خرڅلاوو ته وړاندې شوي دي.

د دغه نندارتون یوې ګډونوالې زحل نن ازادي راډيو ته وویل چې په دې نندارتون کې له بېلابېلو ولایتونو څخه هم کاروباري مېرمنو برخه اخیستې ده.

اغلې زحل دغه ډول نندراتونه ګټور وبلل او ویې ویل چې باید دغه لړۍ ولایتونو ته هم وغځول شي ترڅو د ده په وینا خلک د ښځو له سوداګرۍ خبر شي.

دا افغانستان د سوداګرۍ خونې په وینا اوس مهال یوازې په کابل کې له اته سوه ډېرې سوداګرې مېرمنې په کاراوبار اخته دي چې خپلو کورنیو ته حلاله نفقه پیدا کوي.