فیروز: توبرکلوز د جن اکسپرټ ماشین په وسیله په ۲ ساعتونو کې تشخصېږي

د افغانستان د عامې روغتیا وزير وايي، له دې وروسته به د جن اکسپرټ د نوې ټکنالوژۍ په وسیله په هېواد کې دننه د توبرکلوز بشپړ تشخیص په ډېر کم وخت کې کېږي.

د عامې روغتیا وزیر وايي، د جن اکسپرټ نوې ټکنالوژۍ په استفادې سره به په کلني ډول په هېواد کې د مقاوم او عادي توبرکلوز شااوخوا ۷۰ زره پېښې تشخیص شي چې دا د دغې وژونکې ناروغۍ په کنټرول کې ښه او ګټور هدف دی.

فیروزالدین فیروز چې د شنبې په ورځ د امریکا د متحده ایالاتو پراختيايي ادارې له لورې د جن اکسپرټ ماشینونو د ورسپارلو په غونډه کې وویل، له دې وروسته به په بشپړ ډول په افغانستان کې دننه د توبرکلوز تشخیص کېږي.

فیروز الدین فیروز

نوموړي وویل:

"د دغو وسایلو په معرفۍ سره موږ او تاسې د توبرکلوزی هېڅ بلغم او هېڅ پېښه له هېواده بهر نه لېږو، ټول په افغانستان کې په ډېر سرعت په ۲ ساعتو کې تشخیص کېږي، دا د دې لامل ګرځي چې لومړنۍ او ګټوره تداوي پيل شي، دا په افغانستان کې د توبرکلوز د له منځه وړلو لپاره لوی کار دی چې کېږي."

ښاغلی فیروز وايي، دوه کاله وړاندې په افغانستان کې ۱۱ زره د توبرکلوز پېښې تشخیص شوې وې چې تېر کال دغه شمېره ۴۷ زرو کسانو ته لوړه شوه او روان کال به دغه شمېره ۴۵ زره اصلي هدف ته ورسېږي.

د عامې روغتیا وزیر زیاته کړه، د دې ټکنالوژۍ له استعماله مخکې په افغانستان کې په څلورو او حتی شپږو اوونیو کې د توبرکلوز تشخیص کېده چې مقاوم بلغم به د تشخیص لپاره بهرته لېږدول کېدل او دغې چارې له توبرکلوز سره د مقابلې چاره پڅه کړې وه.

د دغو نویو ماشینونو په سپارلو سره په ټول افغانستان کې د جن اکسپرټ ټکنالوژۍ طبي ماشینونو شمېره ۴۷ پایو ته ورسېده چې د عامې ورغتیا وزارت په وینا، ډېر په هغه ولایتونو کې ځای پر ځای شوي چې د توبرکلوز پېښې په کې رامنځته کېږي.

د عامې روغتیا وزارت په خبره، په ۲۰۱۷ کال کې په افغانستان کې د توبرکلو ۶۵۰۰۰ زره پېښې تخمین شوې وې چې ۵۵ اعشاریه ۸ سلنه ښځې جوړوي او په کلني ډول ۱۸۹ نوې پېښې ثبت کېږي.

په افغانستان کې د دغې ادارې استازی هربي سیمټ وايي، دغو ماشینونو د توبرکلوز د عاجل تشخیص په برخه کې یو انقلاب راوستی او د دغې وژونکې ناروغۍ په کنټرول کې به ګټور تمام شي.

دی وایي:

"نن ورځ د امریکا خلک د جن اکسپرټ ماشینونه د افغانستان له دولت سره مرسته کوي، څو د توبرکلوز ناروغۍ تداوي ورسره ښه شي، دغه مرسته شوي نوي ماشینونه یوه نوې ټکنالوژي ده چې د توبرکلوز د عاجل تشخیص په برخه کې یې یو انقلاب راوستی، نو له همدې امله جن اکسپرټ نوې ټکنالوژي په نړیواله کچه د توبرکلوز په کمولو کې ګټور تمامه شي."

د عامې روغتیا وزارت وايي، هڅې یې زیاتې کړي چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د دغې ناوړه ناروغۍ د مخنیوي د درملنې مرکزونه هم زیات کړي.

راپور: رحمت الله افغان