عبدالله دا امکان نه ردوي چې بیا به د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې ودرېږي

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وايي، دا امکان نه ردوي چې یو ځل بیا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې ودرېږي او یا له خپلو سیاسي سیالانو سره د ګډ حکومت پر جوړولو موافقه وکړي.

ښاغلي عبدالله له رویټرز خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې دا څرګندونې کړي.

هغه دې پوښتنې ته چې ایا د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کې ځان کاندیدوي که‎نه؟ په ځواب کې وخندل او ویې ویل، ستاسو په نظر دا سم کار دی چې زه په‎دې اړه اعلان همدا اوس له لندنه وکړم؟

اجرائیه رئیس دا څرګندونې په‎داسې حال کې کوي چې په رسمي سفر لندن ته تللی او له بریتانوي چارواکو سره د ترورېزم پر ضد د جګړې او د افغانستان د سولې په اړه خبرې کوي.

ښاغلي عبدالله چې دوه ځلي یې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې ماته خوړلې وویل، دا احتمال نه ردوي خو ده زیاته کړه چې په‎دې اړه یې تر اوسه پریکړه نه‎ده کړې.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

عبدالله وویل، مهمه دا ده چې د افغانستان راتلونکي انتخابات د تېرو انتخاباتو په څېر د حیاتي بحرانونو له راتلو پرته یقیني شي.

خو ښاغلي عبدالله ټینګار وکړ چې د قدرت د سوله‎ییز انتقال لپاره په اساسي قانون کې اصلاحات حتمي دي، ځکه د ده په وینا د هېواد اساسي قانون د ولسمشر لپاره خورا زیات صلاحیتونه تضمین کړي، خو د سیال کاندید پلویان په تش ډاګ پاتې کېږي.

عبدالله وویل چې متمرکز سیسټم د ټولو ستونزو په سر کې دی او په تېر وخت کې یې نورې ستونزې هم رامنځ ته کړي دي.

عبدالله عبدالله تېر دوه انتخابات په لږ توپیر یو ځل حامد کرزي او وروسته اشرف غني ته بایلودل.

دواړه ځلي بایللو کاندیدانو پر ګټونکي کاندید د پراخو درغلیو تور ولګاوه خو غني د متحدایالاتو د هغه مهال د بهرنیو چارو وزیر په نوښت د سیاسي موافقې پربنسټ عبدالله ته په حکومت کې نیمايي برخه ورکړه.

عبدالله د ۲۰۱۴ کال بحران ته د اشارې په ترڅ کې وویل چې د ملي وحدت د حکومت له جوړېدو پرته د افغانستان بقا په خطر کې وه.

عبدالله وايي، دی دواړه ځلي د بحران د مخنیوي لپاره په خپله خوښه له صحنې ووت، نو ځکه وړاندیز کوي چې افغانستان باید د قدرت د شریکولو یو سیسټم ولري، څو د راتلونکو بحرانونو مخه ونیول شي.

عبدالله وايي چې د دې ډول بحرانونو د مخنیوي لپاره افغانستان داسې یو پارلماني سیسټم ته اړتیا لري چې د ده اوسني پوست ته ورته د اجرائیه صدراعظم په څېر یوه څوکۍ ولري.