د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له چینایي مشرانو سره د خبرو او د شانګهای د همکارۍ د سازمان په سرمشریزه کې د ګډون لپاره د چین پلازمېنې پیکنګ ته ورسېد.
ټاکل شوې چې پوتین به نن له خپل چینایي سیال ولسمشر شي جین پینګ سره وګوري او په ډوه اړخیزو اړیکو او سیمهییزو او نړیوالو مسایلو به خبره وکړي.
پوتین به همدا شان د چین له صدراعظم لي قیکیانګ سره هم خبرې وکړي.
د قزاقستان او قرغزستان ولسمشران له مخکې د چهارشنبې په ورځ چین ته رسیدلي دي.
چینایي چارواکو ویلي چې د ایران ولسمشر حسن روحاني به مخکې لهدې چې د شانګهای د همکارۍ د سازمان په سرمشرېزه کې چې په قیګداو کې د جون په نهمه او لسمه جوړېږي، ګډون وکړي نن له پیکنګه کتنه وکړي.
چین، روسیه، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان د دې سازمان بنسټ ايښودونکي غړي دي او هند او پاکستان یې غړیتوب په ۲۰۱۷ میلادي کال کې ترلاسه کړ.
ایران چې اوس یې څارونکی غړی دی هم د دې سازمان بشپړغړیتوب ته لیوالتیا ښودلې.
افغانستان هم د دې سیمهییزې همکارۍ د سازمان څارونکی غړی دی او ټاکل شوې چې په سرمشریزه کې یې افغان ولسمشراشرف غني هم ګډون وکړي.