وسله‌والو په هرات کې د یوه جومات ملا وژلی

د هرات چارواکي وایي چې د دې ولایت په زندجان ولسوالۍ کې د یوه جومات ملا وسله‌والو طالبانو په ډزو وژلی دی.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد رسنیو ته ویلي چې مولوي عبدالسلام تېره شپه د لمانځه له ادا کولو وروسته خپل کورته تللی و چې وسله‌والو وواژه.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

په یوه بله پېښه کې تېره ورځ ناوخته د خوست د اسماعیل‌خېلو او مندوزیو ولسوالۍ د للمې کلي د جومات پر لمونځ کوونکو نامعلومو وسله‌والو برید کړی چې څلور کسان په‌کې وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

د خوست د والي ویاند طالب منګل ازادي راډیو ته وویل چې وژل شوي او ټپیان ټول ملکي وګړي دي او حکومتي دندې نه‎لري.

طالب منګل وویل چې تر اوسه د بریدګرو هدف نه‎دی څرګند شوی، خو د پېښې په اړه د کشفي ادارو له‎خوا په سیمه کې پلټنې پیل شوې دي.

تر اوسه کومې وسله‎والې ډلې د برید مسؤلیت نه‎دی منلی.