د قرغزستان ولسمشر په لومړي ځل چین ته رسمي سفر کوي

د قرغزستان ولسمشر واک ته تر رسېدو راهیسې په لومړي ځل چین ته رسمي سفر کوي.

د قرغزستان د ولسمشرۍ ماڼۍ پر وېب‎پاڼه راغلي چې سورنبای جینبکف به د چین له ولسمشر شي جین پېنګ سره وګوري او د سیاسي، سوداګریزو او اقتصادي اړیکو په اړه به خبرې ورسره وکړي.

چینایي چارواکو تېره اوونۍ ویلي وو چې روانه اوونۍ تمه ده د روسیې، قزاقستان او ایران ولسمشران هم د شانګهای د همکاریو سازمان په سرمشریزه کې تر ګډون دمخه پیکېنګ ته ولاړ شي.

دغه سرمشریزه د جون په ۹مه او ۱۰مه په ختیځ ښار کینګداو کې تر سره کېږي.

چین، روسیه، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان د ۲۰۰۰ کلونو په لومړیو کې دغه سازمان تأسیس کړ.

هند او پاکستان په ۲۰۱۷ کال کې ورسره یوځای شول او ایران هم له‎دې سازمان سره د یوځای کېدو هیله ښودلې وه.