په ننګرهار کې د هاوان مرمۍ په چاودنه کې ۲ تنه وژل شوي

په ننګرهار کې د هاوان د يوې مرمۍ په چاودنه کې د يوې کورنۍ دوه غړي وژل شوي او ٤ ماشومان ټپيان شوي دي.

د والي وياند عطا‎الله خوګياڼي تېره شپه ازادي راډيو ته وويل:

"د ننګرهار ولايت د چپرهار ولسوالۍ په ډاګو سيمه کې د چهارشنبې د ماسپښين درې نيمې بجې په يوه کور کې د هاوان يوه ناچاوده مرمۍ چاودلې چې يوه مېرمن او د هغې خاوند يې وژلي، د هغوى څلور اولادونه ټپيان شوي دي."

د والي وياند وايي، د ټپي شویو ماشومانو عمرونه د ١٠ او ١٦ کلونو ترمنځ دي.

دى وايي، د هاوان دغه مرمۍ د وسله‎والو مخالفینو د خپل‎منځي جګړې پر مهال پر دغه کور پرېوتې وه چې د کورنۍ غړي ورباندې خبر نه‎وو.