د انتخاباتو کمېسیون: «ډېټابیس» به د انتخاباتو شفافیت تضمین کړي

سید حفیظ‌الله هاشمي

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د رأی ورکوونکو د نوم‎لیکنې لپاره د معلوماتو زېرمه او یا ډېټابېس به د انتخاباتو شفافیت په بشپړه توګه تضمین کړي.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون یو غړي سید حفیظ‎الله هاشمي ازادي راډیو ته وویل، له دوو ورځو راهیسې په ډېټابېس کې د نومونو ثبتول روان دي او ولایتونه هم له دې سیستم سره تړل شوي دي.

دی وايي:

"دقیقاً دا سیستم د انټرنټ له لارې کار کوي، اپلېکېشنونه جوړ شوي او ولایتونو ته ورکړل شوي دي، څو هغوی معلومات په سیستم کې زیرمه کړي او له مرکز سره ارتباط ونیسي. په مرکز کې د معلوماتو زېرمه یا ډېټابیس دا ټول معلومات له ځان سره ساتي."

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون دې کمېشنر همدارنګه وویل چې د دوشنبې د ورځې تر ماښام پورې پنځه میلیونه او ۱۰۰ زره کسانو په راتلونکو انتخاباتو کې د رأی ورکولو لپاره نوم‎لیکنه کړې وه.

د سید حفیظ‎الله هاشمي په وینا د رأی ورکوونکو د ډېټابېس وروسته به، ورته سیستم د انتخاباتو د کاندیدانو لپاره هم جوړ شي چې یوازې د کمېسیون باوري کسان به ورته لاسرسی ولري.