غني: د افغانستان په امنیت کې د «شانګهای» سازمان د غړو رول ډېر مهم دی

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، په افغانستان او سیمه کې د سولې او ثبات په ټینګولو کې د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو رول خورا مهم دی.

ښاغلي غني د چین له یوه ټلوېزیوني چینل سره په مرکه کې ویلي دي چې د افغانستان د کانونو پر زېرمو کار د دې سازمان د غړو ترمنځ اقتصادي همکارۍ ته لاره هوارولای شي.

ولسمشر غني په دې مرکه کې د اقتصادي پرمختګ او سیمه‌ییز امنیت د ټينګښت په برخو کې د شانګهای د همکارۍ سازمان «SCO» د غړو د همکارۍ د پراختیا غوښتنه وکړه.

ښاغلي غني د سې شنبې په ورځ د چین له «CCTV» ټلوېزیوني چینل سره په مرکه کې وویل چې افغانستان د «SCO» د یوه څارونکي غړي په توګه خورا مهم جغرافیایي موقعیت لري او د دې سازمان د غړو هېوادونو په پرمختګ کې یې مهم رول لوبولی دی، نو ځکه افغانستان هم له دې سازمان څخه همداسې یوه تمه لري.

ښاغلي غني زیاته کړه:

"افغانستان د پراخو طبیعي زېرمو لرونکی هېواد دی، زموږ د کانونو اټکلي شتمني د یوه او درې ټریلیونه ډالرو ترمنځ ده، نو پر دې کانونو د کار ګټه به ټولې سیمې ته ورسېږي ځکه چې د متممو رغنیزو پروژو لړۍ ته امکان برابروي، افغانستان له خپلې خوا د درې میلیارده وګړو لرونکې سیمې سره په معامله کې دی. چین، هند، روسیه، قزاقستان، ټوله منځنۍ اسیا او پاکستان د «SCO» غړي دي، د دوی ترمنځ همکاري به افغانستان د سوکالۍ په یوه سیمه بدل کړي."

ولسمشر غني وویل چې امنیت، سوله او ثبات د افغانستان لپاره حیاتي مسایل دي.

ښاغلي غني وویل چې ترورېستان په یوه هېواد پورې نه‌دي تړلي او افغانستان تل د ترورېزم پر ضد د جګړې د جبهې په لومړۍ کرښه کې و.

ښاغلي غني هیله څرګنده کړه چې د شانګهای د همکارۍ سازمان به په افغانستان او سیمه کې د امنیت او ثبات د ټینګولو په مقصد همکاري پراخه کړي.

ولسمشر غني په دې مرکه کې د شانګهای د همکارۍ سازمان په راتلونکې غونډه کې چې د جون په ۹مه او ۱۰مه د چین په ختیځ ښار قینګ داو «Qingdao» کې جوړېږي خپل ګډون هم تأیید کړ او هیله‌یې وښوده چې د دې غونډې په ترڅ کې به له ولسمشر شي جین پېنګ سره هم وګوري.

د شانګهای د همکارۍ سازمان د ۱۹۹۶ کال د اپرېل په ۲۶مه نېټه د چین په شانګهای ښار کې جوړ شو.

روسیه، قزاقستان، تاجکستان، ازبکستان، قرغزستان او چین د دې سازمان لومړني غړي وو، خو وروسته هند او پاکستان هم په‌کې زیات شول.

افغانستان، ایران، بلاروس او منګولیا د دې سازمان د څارونکو یا ناظر غړو حیثیت لري.