پوتین پر روسي میلیاردر د امریکا تور لګول مسخره بللی

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پر دې چې امریکا د هغه هېواد د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې وشول، د مداخلې په تړاو یو روسي میلیاردر تورن بللی، ملنډې وهلي او د امریکا دا کار یې مسخره بللی دی.

پوتین د اتریش له یوې رسنۍ سره په مرکه کې پرون دوشنبه وویل چې د امریکا په انتخاباتو کې د روسیې د لاسوهنې په اړه د څانګړي څېړونکي، رابرت مولر له دفتره پر یوفجینی پریګوژین لګېدلی اتهام مسخره دی.

یوفجینی پریګوژین په روسیه کې مشهور رسټورانتونه لري او کله چې ولسمشر پوتین ته له بهرنیو هېوادونو مېلمانه ورځي، د پریګوژین په رسټورانټ کې یې د ماښام ډوډۍ ته بولي، له دې امله هغه ته د «پوتین اشپز» نوم ورکړل شوی دی.

یوفجینی پریګوژین له کرملېن سره نږدې روابط لري او د رسټورانټونو تر څنګ، د انټرنټي څېړنې یوه اداره لري.

د هغه ادارې په امریکا کې د ۲۰۱۶ میلادي کال په انتخاباتو کې پر ټولنیزو رسنیو یو انتخاباتي کمپاین چلولی و.

د مولر دفتر پر پريګوژین او ۱۲ نورو روسي وګړو تور لګولی چې د امریکا د انتخاباتو پر وخت‌یې پر ټولنیزو رسنیو لکه فېس‌بوک او ټویټر ملیونونه داسې پیغامونه چې له سیاسي اړخه د خلکو په منځ کې د تفرقې سبب شي، خپاره کړي وو او پیغامونه‌یې ملیونونه وګړو ته رسېدلي وو.

خو د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون وویل، که چېرې د روسیې یو اشپز، کولائ شي چې په امریکا یا اروپايي هېوادونو کې انتخابات متأثر کړي، نو تاسو خپله فکر وکړئ چې په غرب کې د معلوماتو او سیاسي ماحول وضعیت څومره کمزوری دی.