د سولې شورا: د جګړې پر ضد فتوا به د سولې پر هڅو مثبت اغېز وکړي

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، په کابل کې د دیني عالمانو په پرونۍ غونډه کې د جګړې پر ضد فتوا به د سولې لپاره پر هڅو مثبت اغېز وکړي.

د سولې د عالي شورا ویاند، سید احسان طاهري نن سې شنبې ازادي راډیو ته وویل چې د دیني عالمانو له پروني پیغامه ښايي ډېر وسله‌وال طالبان متأثر شي او له جګړې لاس واخلي.

په کابل کې د دیني عالمانو په پرونۍ غونډه کې په افغانستان کې روانه جګړه ناروا وبلل شوه.

د افغانستان ولسمشر هم پرون دیني عالمانو د فتوا ملاتړ وکړ او وسله‌والو طالبانو ته په پیغام کې يې، یو وار بیا د سولې بلنه ورکړه.

په کابل کې پرون د دیني عالمانو غونډې ته نږدې په چاودنه کې د دیني عالمانو په ګډون څو تنه ووژل شول او زخمیان شول.

د حملې مسئولیت د داعش وسله‌والو اخیستی دی.