مسلمیار د جرګې له غړیو وغوښتل چې د موټرو ښیښي سپینې کړي

د مشرانو جرګې رئیس نن د جرګې له ټولو غړیو وغوښتل چې له خپلو موټرانو څخه د تورو ښیښو د لیرې کولو پرېکړه، پر ځانونو عملي کړي.

فضل الهادي مسلمیار په عمومي غونډه کې وویل چې امنیتي ځواکونه تل شکایت کوي چې د ملي شورا غړي، حکومتي چارواکي او زورواکي دغه پرېکړه پر ځانونو نه پلې کوي.

ښاغلي مسلمیار وویل، شخصاً حاضر دی چې سر له ننه، د خپل موټر تورې ښیښې پاکې کړي:

"راځئ سناتورانو که موټر مو تورې ښيښې لرئ پاکې يې کړئ، زه هم چې ووتم خپلو امنيتي مسوولانو ته وايم چې زما د موټرو تورې ښيښې سپينې کړي."

د مشرانو جرګې رئيس وویل، له هرې تروریستې حملې وروسته امنیتي ارګانونه ادعا کوي چې حمله کوونکو هدف ته د رسېدو لپاره، د تورو ښیښو لرونکي موټر کارولي دي.