نجیب اقا فهیم: په ۲۰ولایتونو کې ۱۳میلیونه خلک له وچکالۍ اغېزمن دي

ېښو ته د رسېدنې په برخه کې د دولت وزیر وايي، ۱۳میلیونه افغانان له وچکالۍ اغېزمن دي.

نوموړی وايي، افغانستان سږ کال تر ټولو سخته وچکالي تجربه کوي.

پېښو ته د رسېدنې په برخه کې د دولت وزیر نجیب اقا فهیم د یکشنبې په ورځ«۱۳۹۷کال غبرګولې۱۳» د چین له سفیر سره یو ځای په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې له وچکالۍ نه د ګواښ پر وړاندې د مقابلې پلان چمتو شوی چې د دولت او بهرنیو موسسو په مرسته د تطبیق په حال کې دی.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ د وچکالۍ لوړه کچه تجربه کوو، د هېواد په ۲۰ ولایتونو کې ۱۳ میلیونه افغانان له وچکالۍ نه اغېزمن دي چې له دې شمېر نه یې یو میلیون انسانان او دری میلیونه نور څاروي عاجلو خوراکي مرستو او اوبو ته اړتیا لري."

فهیم: ۱۳میلیونه افغانان له وچکالۍ نه اغیزمن دي

ښاغلی فهیم وايي چې تخار، کندز، بلخ، سرپل، سمنګان، جوزجان، فاریاب، بادغېس، هرات، فراه، نیمروز، زابل، ارزګان، دایکنډي، او بامیان هغه ولایتونه دي چې له وچکالۍ اغېزمن دي.

نوموړی دا هم وايي چې د څارویو د څړ ځایونه او د کرنې دویم فصل له منځه تللی دی.

ده اندېښنه وښوده چې روان کال به د وچکالۍ له کبله د اوبو اړتیا زیاته وي.

له دې وړاندې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت ویلي چې وچکالۍ ځپلو او دغه شان له وچکالۍ اغېزمنو مالدرانو ته یې د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت د مرستې دوه میاشتنی پلان چمتو کړی دی.

په ورته وخت کې له ماشومانو نه د ملاتړ صندوق «یونیسف» بیا وايي چې نېږدې پنځه سوه زره ماشومان د وچکالۍ له ګواښ سره مخ دي.

افغان ماشومان

بل خوا د چین هېواد د افغانسنتان له وچکالۍ ځپلو سره ۴۲۴۲ ټنه ورجې مرسته کړې چې د دغو مرستو وروستۍ جوپه چې ۷۲۵ ټنه وریجې وې تازه افغانستان رسېدلې دي.

په افغانستان کې د چین سفیر لیو جنسونګ په دې اړه ګډې خبرې غونډې ته وویل:

"له دغو مرستو به د هېواد د ۳۴ ولایتونو اوسېدونکي ګټه واخلي ۸۵ زره کورنیو کې به پنځه سوه زره وګړي تر پوښښ لاندې راولي، که څه هم په چین کې ۳۰ میلیون کسان له بې وزلۍ سره مخامخ دي، خو بیاهم له افغانستان سره مرسته کوو."

د چین دولت په ۱۳۹۵ لمریز کال کې هم د یومیلیون ډالرو په ارزښت د افغانستان د ۱۱ ولایتونو له زلزله ځپلو سره مرسته کړې وه.

په ورته وخت کې د کرنې چارو متخصصین له هغې ډلې غلام رسول صمدي وچکالي یوه جدي ستونزه بولي وايي چې دا د حکومت دنده ده چې د دغې ستونزې د حل لپاره بنسټیزې لارې چارې ولټوي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ