۲۰۳ تندرقول اردو: په زرمت ولسوالۍ کې پرا خ پوځي عملیات پیلوو

په سویل ختیځ زون کې د ملي اردو د ۲۰۳ تندر قول اردو قوماندان وايي، په نېږدې راتلوونکي کې د زرمت په ناامنه ولسوالۍ کې د پوځي عملیاتو د پیلولو پلان لري.

د ۲۰۳ تندر قول اردو قوماندان تورن جنرال شعورګل افغان نن «د غبرګولي پر ۱۳ مه» آزادي راډیو سره په مرکه کې وویل چې داسې راپورنه دي چې د دولت وسله والو مخالفینو د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ، د مچلغو بند او ځاځي آریوب ولسوالۍ کې تحرکات پیل کړي.

نوموړي زیاته کړ چې د دښمن د دې تحرکاتو د ځپلو په موخه په زرمت ولسوالۍ کې د پراخو پوځي عملیاتو پلان لري او ترڅنګ یې د ځاځي اریوب ولسوالۍ په سرحدي سیمو کې د دریو پوځي اډو د جوړولو چارې پیلوي:

افغان وايي:

"د زرمت په ولسوالۍ کې عملیات په پلان کې لرو او د زرمت – پکتیکا په دې مسیر کې د دولت لوړو مقاماتو د ولسي پاڅون ۴۵۰ تنو تشکیل منظور کړی او دوی په زرمت ولسوالۍ کې ځای پرځای کوو، خلکو ته ډاډ ورکو چې په ساحه کې به کاملاً امنیت ټینګ شي او دغه لاره به کاملاً خوندي شي، زموږ هېوادوال دې خاطر جمع اوسي."

بل خوا ویل کېږي چې د پکتیا ولایت د ډنډ پټان سرحدي ولسوالۍ اړوند د انځرکي کنډو لار چې افغانستان او پاکستان ته د دولت وسله والو مخالفینو د تګ راتګ لار وه او څه موده وړاندې د پکتیا امنیتي ځواکونو له خوا د پوځي عملیاتو په ترڅ کې د دولت د وسله والو مخالفینو پر مخ وتړل شوه، اوس د دولت وسله وال مخالفین د ځاځي آریوب ولسوالۍ اړوند غرنیو سیمو له لارې اکمالات تر سره کوي.

د دوه سوه درې تندر قول اردو قوماندان وویل چې له دغو فرعي لارو څخه د دښمن د اکمالاتو د مخنیوي په موخه د ځاځي آریوب ولسوالۍ په سرحدي سیمو کې د نویو پوځي اډو دجوړولو پلا هم لري:

ده وویل:

"د ځاځي رايوب ولسوالۍ کې پلان لرو چې درې پوځي مرکزونه جوړو، زموږ سرحدي ټولۍ آماده دي ټول تحکیمات او تدابیر نیول شوي، موږ په پلان کې ده لکه څرنګه چې مو د انځرکي کنډو، توپ سر او نري کنډو کې عملیات وکړل دلته هم همدا کار عملي کوو او سرحدي ټولۍ پکې ځای پرځای کوو."

د ملي اردو د ۲۰۳ تندر قول ارو قوماندان، د پکتیا تر څنګ، د غزني په ولایت کې د یادې قول اردو جزوتامونو د عملیاتو په تړاو یادونه وکړه ویې ویل چې په غزني کې د دولت وسله والو مخالفینو غوښتل چې د نورو ولایتونو څخه د خپلو جنګیالیو په راټولو لو سره د غزني پر یوشمېر ولسوالیو او مرکز لویه حمله وکړي، خو د افغان ملي پوځونو لخوا په شاوتمبول شول.

قوماندان زیاته کړه:

"طالبانو د غرني پر ولایت د لوی برید په موخه د نورو ولایتونو لکه، کندهار، ارزګان، دایکنډي، میدان وردګ او نورو نېږدې ولایتونو څخه حشر راغوښتی و چې له نېکه مرغه زموږ د سربازانو له خوا غاښ ماتوونکی ځواب ورکړل شو او درنه مرګ ژوبله ورواوښته، د دښمن د ۴۵۰ څخه زیات کسان هلته ټپیان او ووژل شول، وسایط یې زموږل اس ته راغلل."

د یادولو ده چې په دې وروستیو کې پکتیا وال د دې ولایت په یوشمېر ولسوالیو او مرکز ګردېز کې ناسم امنتیتي وضعیت اندېښمن کړي، یوازې د ولایت په مرکز ګردېز کې د یوې اوونۍ په ترڅ کې د ناامنیو او هدفي وژنو درې پېښې رامنځته شوي چې مرګ ژوبله یې درلوده.

راپور: اصیل ځاځی