سمنګان کې زده‎کوونکي په بې ودانۍ ښوونځیو کې زده‎کړې کوي

د سمنګان د ولایتي شورا استازي شکایت لري چې دې ولایت کې څه باندې ۶۰ ښوونځي ودانۍ نه‎لري، ذکور او اناثیه زده‎کوونکې تر خیمو لاندې زده کړې کوي.

د سمنګان د ولایتي شورا مشر حاجي راز محمد ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې په سمنګان ولایت کې د نسبتي امنیت د شتون له امله، دلته هېڅ ښوونځی د زده‎کوونکو پر مخ نه‎دی بند، خو لا هم لسګونه ښوونځۍ ودانۍ نه‎لري.

د سمنګان د ولایتي شورا مشر په‎دې اړه وویل:

"د سمنګان په مرکز او ولسوالیو کې ۶۰ ښوونځي ودانۍ نه‎لري، ماشومان تر خیمو لاندې زده‎کړې کوي، دولت باید یادې مسئلې ته جدي پام وکړي."

د سمنګان د ولایتي شورا مشر حاجي راز محمد

د سمنګان د ولایتي شورا مشر وايي چې د ناوړه دودونو د حاکمیت له امله لا هم د سمنګان ولایت په یو شمېر سیمو کې کورنۍ خپلې ځوانې نجونې ښوونځي ته له ورتګه منع کوي او په یو شمېر نورو سیمو کې بیا د مسلکي ښوونکو کمښت موجود دی.

په همدې حال کې د سمنګان د والي ویاند هم دې ولایت کې د ښوونځیو لپاره د ودانیو نشتون تأییدوي او وايي چې د یادې ستونزې د حل په موخه یې مرکزي دولت ته یو شمېر وړاندېزونه استولي او هیله‎مند دی چې ګڼ شمېر ښوونځیو ته د ودانۍ د جوړولو په برخه کې ډېر ژر اقدامات ترسره شي.

د سمنګان د والي ویاند صدیق عزیزي وايي چې د بې ودانۍ ښوونځیو شمېر تر هغه ډېر دی کوم چې د ولایتي شورا استازي یې ادعا کوي.

هغه په‎دې اړه وویل:

"هغه ښوونځي چې ودانۍ نه‎لري شمېر یې تر هغه ډېر دی، کوم چې د ولایتي شورا غړو یې ادعا کړې ده. خو په روان کال کې به ۱۵ ښوونځو لپاره ودانۍ جوړولو باندې کار پیل شي."

په عین وخت کې د سمنګان د ښوونځیو یو شمېر زده‎کوونکي وايي چې ښوونځیو ته یې د ودانۍ د نشتون ترڅنګ د هغوی بله اساسي ستونزه د څښاک صحي اوبو نشتون دی.

د ایبک ښار د فاطمه الزهرا اناثیه ښوونځي زده‎کوونکې یې په اړه وايي:

"زما نوم رخسار دی، د سمنګان په ښوونځیو کې لومړی دا چې ټولګي تر خیمو لاندې دي او دوهم دا چې موږ د څښاک صحي اوبو ته لاس رسی نه‎لرو. هغه اوبه چې زده‎کوونکي ترې ګټه اخلي، غیر صحي دي، زموږ د اوبو ستونزه باید حل شي.

-ثریا یم، زموږ په ښوونځي او د ایبک ښار په نورو ښوونځیو کې د څښاک اوبه نشته، دولت یادې مسئلې ته هېڅ پام نه‎لري، هغه اوبه چې موږ ترې ګټه اخلو، صحي نه‎دي او ناروغوي مو."

دا په‎داسې حال کې ده چې د سمنګان په ګاونډیو ولایتونو بلخ، سرپل او بغلان کې هم د معارف ریاست چارواکي ادعا کوي چې یادو سیمو کې لسګونه ښوونځي ودانۍ نه‎لري او زده‎کوونکي تر زړو خیمو لاندې په زده‎کړو بوخت دي.

راپور: مجیب الرحمن حبیب‎زی - سمنګان