د کرویشیا د پولیسو په ډزو کې دوه تنه کډوال ټپیان شوي

د کرویشیا پولیس وايي، د غیرقانوني کډوالو پر یوه میني بوس د دوی په ډزو کې دوه ۱۲ کلن هلکان چې یو یې افغان او بل عراقی دی، سخت ټپیان شوي دي.

د کرویشیا د پولیسو ویاند ایلیس زودان پرون پنجشنبه وویل، پېښه وړمه ورځ د شپې په لسو بجو هغه مهال وشوه چې یاد میني بوس په غیرقانوني ډول د بوسنیا له سرحده دې هېواد ته واوښت.

ویاند زیاته کړه، پولیسو دوه ځلې د موټر د درولو هڅه وکړه، خو ډرېور ونه درېد او دوی اړ شول چې ډزې وکړي، خو وروسته یې ۲۹ تنه غیرقانوني کډوال په موټر کې وموندل.

د کرویشیا د پولیسو ویاند زیاته کړه چې ټپي ماشومان روغتون ته لېږل شوي او روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.

ویاند زیاته کړه چې په موټر کې د څو کورنیو ټول پنځلس تنه کم عمره ځوانان چې ډېری افغانان او عراقیان وو، سپاره وو.