ډنمارک د چادري او نقاب پر اغوستلو بندیز ولګاوه

ډنمارک نن په دې هېواد کې د چادري او نقاب په اغوستلو بندیز ولګاوه.

د ډنمارک پارلمان د ۳۰ په مقابل کې په ۷۵ مثبتو رأیو سره د دې بندیز ملاتړ وکړ.

هر څوک چې درې وارې له دې بندیز څخه چې د اګسټ له لومړۍ نېټې عملي کېږي، سرغړونه وکړي نو زر ډنمارکي کرون به چې ۱۶۰ ډالره کېږي، جریمه کېږي.

د څلورم ځل سرغړونې په صورت کې به ۱۰ زره کرونه چې له ۱۶۰۰ ډالرو سره برابر دي، جریمه کېږي.

د بشري حقونو ډلو بیا دا بندیز د ښځو له حقونو څخه تبعیضي سرغړونه بللې ده.

د بشري حقونو ډلې وايي، ټولې ښځې باید اجازه ولري چې څه ډول‌يې خوښه وي هغه‌شان جامې واغوندي او هغه لباس غوره کړي چې د دوی هویت او عقاید ښکاره کوي.

بلجیم، بلغاریا، فرانسې، هالند او د جرمني د بیواریا سیمې لا دمخه په عامه ځایونو کې د هغو جامو پر اغوستلو چې مخ پټوي، ځیني قیودات لګولي دي.