د جوزجان والي وچکالۍځپلو کورنیو ته د بېړنیو مرستو غوښتنه وکړه

لطف الله عزیزي

د جوزجان والي په‎دې ولایت کې د وچکالۍ له کبله شااوخوا ۶۰ زره کورنیو ته د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې.

د جوزجان والي لطف‎الله عزیزي تېر ماښام په خپل کور کې یوې غونډې ته وویل، که څه هم ولایتي ادارې د یو شمېر مرستندویه مؤسسو په مرسته له زیانمنو شویو کورنیو سره مرستې کړي، خو د ښاغلي عزیزي په وینا دا مرستې کافي نه‎دي.

دی وايي:

"څوک چې له خپل کوره بې‌ځایه کېږي، هغه یوازې خوړو ته اړتیا نه‎لري، بلکې کور، د خوب ځای، د اشپزخانې لوازمو او فرش او نورو وسایلو ته اړتیا لري."

ښاغلي عزیزي وویل چې په کابل کې یې د مرکزي ادارې له چارواکو سره هم خبرو کې هڅه کړې چې د هغوی پاملرنه په‎دې ولایت کې وچکالۍځپلو ته واړوي.

ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې وروستۍ وچکالۍ د دې هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې میلیونونه افغانان له بې‌وزلۍ او لوږې سره مخ کړي او له نړیوالې ټولنې څخه‌یې ۱۱۵ میلیونه ډالره د زیانمنو شویو خلکو سره د مرستو لپاره غوښتي دي.