د شانګهای سازمان غړو د افغانستان د اقتصاد او سولې په اړه خپلې ژمنې تازه کړې

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د افغانستان لپاره د شانګهای د همکارۍ سازمان د تماس ډلې په غونډه کې په افغانستان کې د سولې او امنیت د ټینګېدو او اقتصادي همکاریو د دوام لپاره د دې سازمان غړو خپلې ژمې یو وار بیا تازه کړي.

د چین په پلازمېنه پیکېنګ کې د دوشنبې د ورځې په غونډه کې «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۷» د افغانستان په استازیتوب، د بهرنیو چارو مرستیال وزیر حکمت خلیل کرزي ګډون کړی و.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت‎الله احمدي ازادي راډیو ته وویل چې ښاغلي کرزي د غونډې برخه‎والو ته د افغانستان د وضعیت او وسله‎والو طالبانو ته د حکومت د سولې د وروستي وړاندیز په اړه معلومات ورکړل چې هغوی هم له افغانستان سره د خپلو هېوادونو د همکارۍ ډاډ ورکړ.

ښاغلي احمدي زیاته کړه:

"د پیکېنګ په غونډه کې د نورو هېوادونو استازو له افغانستان سره د شانګهای د همکارۍ سازمان په چوکاټ کې په اقتصادي، تجارتي او فرهنګي برخو کې د خپلو هېوادونو د همکاریو د دوام ډاډ ورکړ."

افغانستان د شانګهای د همکارۍ په سازمان کې د څارونکي په توګه غړیتوب لري او په دې غونډه کې بیا په دې سازمان کې د افغانستان د بشپړ غړیتوب غوښتنه وشوه.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ښاغلی احمدي وایي چې د دې سازمان غړي د افغانستان پر دې غوښتنه غور کوي او نتیجه به‎یې ډېر ژر اعلان شي.

د افغانستان لپاره د شانګهای د همکارۍ سازمان د تماس ډلې غونډه په داسې حال کې په پیکېنګ کې جوړېږي چې ټاکل شوې چین د روان کال د جون په میاشت کې د دې سازمان د سرمشریزې کوربه وي.

د افغانستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر حکمت خلیل کرزي دغه‌راز په پیکېنګ کې د افغانستان، پاکستان او چین په درې اړخیزه غونډه کې هم ګډون وکړ.

د پاکستان له لوري د هغه هېواد د بهرنیو چارو مرستیال وزیرې تهمینه جنجوعه او د چین له لوري د بهرنیو چارو مرستیال وزیر کونګ شوان یو ګډون کړی و.

د راپورونو له مخې مېرمن جنجوعه وویل چې هېواد یې په دې وروستیو کې له افغانستان سره په مختلفو برخو کې همکاري پراخه کړې او دې کار ته به دوام ورکړي.

په دې غونډه کې دغه‌راز د درې واړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په سطحه د درې اړخیزې دوهمې غونډې چې کابل به‎یې روان کال کوربه وي پر تیاریو هم خبرې وشوې.

د افغانستان، پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو په درې اړخیزه لومړنۍ غونډه کې چې د تېر کال په ډسمبر کې په پیکېنګ کې شوې وه، له طالبانو غوښتل شوي وو چې د سولې خبرو ته کېني، د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه کې د درې واړو هېوادونو د همکارۍ پر پراختیا او هم له توپیر پرته له ترهګرو ډلو سره د اقداماتو ویل شوي وو، خو له هغې راوروسته عملاً لیدل کېږي چې په دې په تېره بیا د سولې په برخه کې کوم د پام وړ پرمختګونه نه‌تر سترګو کېږي.

د شانګهای د همکارۍ سازمان چې هدف‎یې د غړو ترمنځ د امنیتي، اقتصادي، تجارتي او فرهنګي اړیکو پراخول دي اته غړي لري.

چین، روسیه، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان، هند او پاکستان.

پر افغانستان سربېره ایران، بلاروس او منګولیا یې هم نور څارونکي غړي دي.