د سمنګان د ولايتي روغتون رئیس ووژل شو

چارواکي وایي، د سمنګان د ولايتي روغتون رئیس ووژل شو.

د سمنګان د والي وياند صديق عزيزي نن سې شنبه ازادي راډيو ته وويل، د ډاکتر اکرام‌الدين وکيل‌زاده په موټر کې مقناطيسي بم ځای پر ځای شوی و.

نن شااوخوا ۱۰ بجې دی له خپله کوره د روغتون پر لور روان و چې په موټر کې يې چاودنه وشوه.

په چاودنه کې ښاغلی وکيل‌زاده ووژل شو او موټر چلوونکی يې ټپي شو.

د سمنګان د والي وياند په وينا، ښاغلی وکيل‌زاده د ولسي جرګې انتخاباتو ته احتمالي کانديد هم و.