راپور: په افغانستان کې قضايي سيستم ته د ښځو لاسرسی ډېر کم دی

د ملګرو ملتونو نوی راپور وايي، په افغانستان کې قضايي سيستم ته د ښځو لاسرسی ډېر کم دی.

د ښځو پر وړاندې د جنايي جرمونو په خاطر منځګړيتوب په نوم دا راپور له ۲۰۱۵ میلادي کاله تر ۲۰۱۷ میلادي پورې په ټول هېواد کې له تاوتريخوالي د ژغورل شويو ښځو انفرادي تجربې بيان کړي او د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي په پېښو کې يې پر بشري حقونو د منځګړيتوب اغېزې په ګوته کړې دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي تداميچي یاماموتو په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د منعې قانون چې له ۲۰۰۹ میلادي کال راهيسې نافذ دی، په اشاره ويلي:

"حکومت د تاوتریخوالي د مسؤلينو د مجازاتو په برخه کې رغنده کارونه کړي او د ملګرو ملتونو راپور دا تشخيص کړي، خو حقيقت دا دی چې د ښځو پر وړاندې ظالمانه تاوتریخوالی دوام لري."

راپور دا هم ښيي چې منځګړيتوب څه ډول د ښځو مخه نيسي چې عدالت ته لاسرسی ولري او هغوی له خپل اساسي حقونو محروموي.